If you can read Pashto, here’s my story!

ګرانو هېوادوالو!

تر هرڅه د مخه درته د امرېکا متحده ایالاتو ته د راتلو ښه راغلاست او هرکلی وایم.

ګرانو وطنوالو! لکه څرنګه چې ټول په دې ښه پوهیږو چې په لومړیو کې  د کډوالۍ ژوند  تر ډېره بریده ستونزمن وي او له ننګونو خالي نوي، خو د امرېکا هېواد ته راتګ له هره اړخه توپیر لري.

دغه توپیر ترډېره له کلتوري، مدني، مذهبي، ژبني او حقوقي یا د قوانینو د وضعیت له پلوه د مهاجرینواو عودت کونکیو په ژوند کې لیدل کیږي. د نویو راغلیو مهاجرینو لپاره د انګلیسۍ د ژبې زده کول خورا ستونزکار ګڼل کیږي. خو د لنډ وخت یا د دوکلونو  په تېرېدو سره کوچنیان یا ماشومان په ځانګړي توګه د ابتدایه ښوونځي زده کوونکي په ډېرې اسانۍ سره کولای شي چې په انګلېسي ژبه روانې خبرې وکړي.

دلته ښونځي په دریو عمده برخو ویشل شويدي:

  • ابتدایه ښوونځي — چې په هغوی کې له وړکتون بیا له لومړۍ ټولګي نېولې تر پنځم ټولګي پورې درس ورکول کيږي.
  • متوسطه یا منځم مهالي ښوونځي – چې له شپږم ټولګي پېل او د اتم ټولګي تر پای پورې درس ورکول کیږي
  • عالي لېسې – چې په هغوی کې له نهم ټولګي نېولې تر دولسم ټولګي فراغت پورې ورته تدریس کیږی.

زموږ قصه هم لکه د ډېرو نورو ګډوالو یا مهاجرینو په څېره ده هغه دا چې زموږ لپاره هم د انګلېسۍ ژبې زده کول ډېر ستونزمن وو. دلته د رارسېدو سره سم د یوې مرستندویه اژانس یا مؤسېسې له خوا په مکتبونو کې شامل شوو. ما او زما یو ورور په انټرنشنل های سکول یا نړېوال عالي لېسې کې زده کړې پیل او تر دوو بشپړه کلونو مو په یاد ښوونځي کې زده کړې کولې.

دا سمه ده چې په دغه ښوونځي کې د انګېسۍ ژبې په زده کولو کې مرسته کیده، خودا مرسته په هر ښوونځي کې صورت مومي. موږ په لومړي درسي کال کې چې په نهم ټولګي کې مو زده کړې کولې، د ښو یا غوره نومرو په په لاسته راوړلو ونه توانېدو. خو په لسم ټولګي کې زموږ هڅه دا وه چې باید له ۹۰٪ سلنه مو نومرې لوړې واوسي. موږ به شپه او ورځ په خپلو درسونو کې بوخت وو. له همدې کبله مو وکولای شول چې د کال په پای کې مو نومونه د لس غوره زده کوونکو په نوملړ کې راشي او له یاد ښوونځي فارغ اود یوولسم ټولګي لپاره باید موږ یو بل ښوونځی ټاکلی وای . ځکه چې نوموړی ښوونځی یوازې د نهم او لسم ټولګي زده کوونکي مني. موږ ځانونه بل ښوونځي ته تبدیل کړل. کله چې بل ښوونځي ته لاړو، له داسې ازموینو هم خبر شوو چې په نړېوال یا اېنټرنېشنل ښوونځي کې یې خبرې هم پرې نکولې. په اېنټرنېشنل ښوونځي کې هغه مالومات نه ورکول کیږي کومو ته چې د یو زده کوونکي د راتلونکي لپاره ډېره اړتیا لېدل کيږي.   د بېلګې په توګه! لوړه (GRADE POINT AVERAGE) GPA  یا د STAR یا نورو ځانګړو ازموینو په اړه نه غږیږي چې د پوهنتون لپاره خورا مهم موارد شمارل کیږي. دا هغه څه دي چې په اړه یې موږ په یوولسم ټولګي کې پرې پوه شوو. چې باید  لا پخوا پرې پوه شوي وای.

په دې مانا چې موږ باید د نهم ټولګي څخه تر دولسم ټولګې تر فراغت پورې د اېنټر نېشنل پر ځای په یو بل ښوونځي کې زده کړې کړې وای. اما له بده مرغه چې ډېر ناوخته و چې یاد مالومات مو تر لاسه کړه.

هغه څه چې موږ تجربه کړه، تاسو ته یې د یو انسان، مسلمان او افغان وګړي په توګه د نه  تجروبه کولو سپارښتنه کوو.

نو په پای کې به تاسو ته زموږ سپارښتنه دا وي چې د اېنټر نېشنل های سکول پرځای داسې یو ښوونځی انتخاب کړئ چې لږ تر لږه د ښوونځي اخري څلور کال زده کړې مو د پورتنیو مالوماتو په درلودلو سره ستاسو د یو ښه او روښانه  راتلونکي تضمین کولای شي. ژبه په هر ښوونځي کې زده کولی شئ.

درنښت: ژوندی دې وي افغانستان

 

 

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *